د مالیې وزارت اړوند او یو شمېر نورو دولتي شرکتونو ارزونه ترسره سوه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۱۲:۱۹
خبر

د افغانستان اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ځانګړي استازي، مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د یوې ګډي کمېټې له لوري د مالیې وزارت اړوند یو شمېر نورو دولتي شرکتونو؛ لکه: د ابن سینا فارمسي، اسټراس، مرکزي سېلو، د مکروریانونو د ساتني او څارني، افسوټر ټرانسپورټي او د هوټلونو دولتي شرکتونو هر اړخیزه ارزونه وسوه او په اړه ئې اړیني پرېکړي ونیول سوې.
د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت ارزونه:
د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت د فعالیتونو، تولیداتو، مالي وضعیت، موجودي پانګي، طرحو او پلانونو په تړاو بشپړ معلومات وړاندي سول. د شرکت مسؤلینو څرګنده کړه، چي په ټول هیواد کي (۱۳۵) درملتونونه لري، چي له دې جملې څخه (۲۰) درملتونونه ئې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته فعال سوي او هیوادوالو ته خدمات وړاندي کوي، چي ورسره سلګونه کسانو ته پکښي د کار زمینه هم برابره سوې ده. د کمېټې د غړو له لوري د شرکت د چارو د لا ښه والي په موخه، د شرکت د پراخ ظرفیت د ښه مدیریت، له ځینو دولتي ادارو سره د ستونزو حلولو، له معتبرو بهرنیو کمپنیو سره د پانګوني په موخه د اړیکو ټینګښت او د لګښتونو د کنټرول په برخو کي د شرکت مسؤلینو ته لازمي سپارښتني وسوې.
د اسټراس دولتي شرکت ارزونه:
د اسټراس دولتي شرکت د وضعیت هر اړخیزه ارزونه وسوه، چي په مالي برخه کي غیر ثابت بدلونونه، د یو څرګند مالي بیلانس نشتون او د شرکت په اساسنامه کي په شته ستونزو اوږده بحثونه وسول او د کمېټې د تخنیکي غړو له لوري یادو سوو ستونزو ته د حل مناسبي لاري چاري وړاندي سوې.
مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکت ارزونه:
د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکت مسؤلینو د دغه شرکت د تاریخچې، فعالیتونو، پلانونو او د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د رامنځته سوو اصلاحاتو په تړاو معلومات وړاندي کړل؛ یادونه ئې وکړه، چي د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په دغه شرکت کي د مسلکي اشخاصو ګمارني، سیسټم جوړوني او له فساد سره مبارزې ته ځانګړې پاملرنه سوې ده. همدا راز د یوه منظم مالي ډېټابېس نشتون، د تدارکاتي قوانینو او په مالي برخه کي غیر ثابت بدلونونه د یاد شرکت له ستونزو څخه یادي سوي، چي د کمېټې د غړو او کارپوهانو له لوري دغو ستونزو ته د حل مناسبي لاري چاري وړاندي سوې.
د مرکزي سېلو دولتي شرکت ارزونه:
د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت هر اړخیزه ارزونه وسوه، چي په تېرو شلو کلونو کي یاد شرکت له پامه غورځېدلی او یو ځپل سوی شرکت یاد سو؛ خو له نېکه مرغه د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته نوموړی شرکت یو ځل بیا خپل لومړني فعالیتونه پیل کړل، اوسمهال له بد مالي وضعیت څخه راوتلی او د بېلابېلو ادارو سره ئې په اړوند برخه کي قراردادونه لاسلیک کړي او هم په عمومي کچه خدمتونه وړاندي کوي. د دغه شرکت له تولیداتو څخه د ګټي اخیستني په برخه کي د دولتي ادارو، نه پاملرنه یوه ستونزه یاده سوه، چي د مرکزي سېلو د تولیداتو په کچه ئې منفي اغیزه کړې ده. په دې برخه کي د شرکت مسؤلینو ډاډ څرګند کړ، چي تولیدات ئې معیاري او قیمتونه ئې مناسب دي او ټول دولتي او خصوصي بنسټونه کولای سي، په غوره کیفیت سره په ډاډه زړه د مرکزي سېلو او د فعاله سوو ولایتي سېلوګانو له تولیداتو او خدماتو څخه ګټه واخلي.
د اصلاح سوو کرنیزو تخمونو دولتي شرکت ارزونه:
د ارزوني په پیل کي د یو پریزنټېشن په بڼه د اصلاح سوو کرنیزو تخمونو دولتي شرکت په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول او یادونه وسوه، چي یاد شرکت د هیواد په (۱۱) ولایتونو کي فعاله څانګي لري، چي د اصلاح سوو کرنیزو تخمونو د تولید او تکثیر په برخه کي خدمتونه وړاندي کوي. د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته او په هیواد کي د بشپړ امنیت په ټینګښت سره، د دغه شرکت فعالیتونو پراختیا موندلې، چي ورسره د شرکت مالي وضعیت ښه سوی او د پخوا په پرتله ئې په عوایدو کي هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دئ.
همدا راز په ولایتونو کي د دې شرکت اړوند (۱۱۶۵۹) جریبه ځمکه له غصب څخه راګرځول سوې، د (۱۴۰۱) کال مالي بیلانس ترتیب سوی، تخنیکي او مسلکي ظرفیت لوړ سوی او د اصلاح سوو تخمونو د پراختیا او تولید طرحه په څلورو برخو کي چمتو سوې ده، چي په عملي کولو سره به ئې د شرکت خدمتونه لا ډېره پراختیا ومومي او په اړونده برخه کي به هیوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندي کړي.
په پای کي د کمېټې د تخنیکي غړو له لوري د دې شرکت د چارو په مخ کي د پرتو ستونزو، د پانګوني د جلب، د خصوصي شرکتونو سره د ښو اړیکو د ټینګښت او د شرکت د فعالیتونو د لا ښه والي په موخه مهم نظرونه، حل لاري او وړاندیزونه شریک سول.
د هوټلونو دولتي شرکت ارزونه:
د عاليقدر امیرالمؤمنین د هدایت پر بنسټ، د ګډي کمېټې غړو ته د هوټلونو دولتي شرکت مسؤلینو، د یوه معلوماتي پريزنټېشن په برابرولو سره د دغه شرکت د پېژندني، تاریخچې، فعالیتونو، مالي وضعیت، طرحو او پلانونو په تړاو معلومات وړاندي کړل او د هوټلونو شرکت د چارو او پلانونو د تطبیق په مخ کي د پرتو ستونزو یادونه هم وسوه، چي د کمېټې د تخنیکي غړو له لوري ورته د حل مناسبي لاري چاري وړاندي سوې.
د افسوټر ټرانسپورټي شرکت ارزونه:
د افسوټر ټرانسپورټي شرکت په اړه ټولیز معلومات وړاندي سول، د دې شرکت مسؤلینو په ډاګه کړه، چي د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته ئې فعالیتونه ښه سوي؛ یو شمېر وسایط ئې نوي پېرلي او پخواني تخریب سوي وسایط ئې بيرته ترمیم کړي، یوه اندازه غصب سوې ځمکه او جایدادونه ئې بيرته ترلاسه کړي او د عوایدو په کچه کي ئې هم زیاتوالی راغلی دئ. همداراز د شرکت مسؤلینو څرګنده کړه، چي د هیواد شمال له جنوب سره نښلول او د سیمي په کچه د غوره ټرانسپورټي خدمتونو وړاندي کول ئې مهم پلانونه دي، چي د شرکت په مخ کي د پرتو ستونزو له حل سره به خپلو اهدافو ته په ښه توګه ورسېږي. د غصب سوو جایدادونو بيرته ترلاسه کول، د یو شمېر دولتي او خصوصي ادارو څخه د طلباتو حصول، د نویو وسایطو اخیستل، پر وخت د وېزو صادرېدل او د کورنیو او بهرنیو سهمدارانو سره د جلسو ترتیبول د نوموړي شرکت ستونزي او وړاندیزونه یاد سول، چي د حل په موخه ئې د کمېټې د تخنیکي غړو له لوري مناسبي حل لاري وړاندي سوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د اصنافو استازو ته د مالیاتي پروسې په تړاو د عامه پوهای سیمینار وړاندي سو!


د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د امیرالمؤمنین (حفظه الله) له نوي فرمان سره سم د اصنافو (دوکاندارانو او کسبګرو) د مالیاتي معافیت او تخفیفونو د غوره پلي کولو په موخه او په ټولیزه توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۹:۸
Background image

د مالیې وزیر د ازبکستان هیواد له یو شمېر پانګوالو سره وکتل!



د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په خپل کاري دفتر کي د ازبکستان هیواد له یو شمېر پانګوالو سره وکتل
د مالیې وزیر په پیل کي د ازبکستان هیواد څخه راغلیو پانګوالو ته د ښه راغلاست تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۸:۳۲
Background image

د کابل ګمرک د ختیځ لوري دېوال د بیا رغوني چاري پيل سوې!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د یو شمېر مسؤلینو له لوري د څه باندي (یو میلیون) افغانیو په ارزښت د کابل ګمرک د ختیځ لوري دېوال د بیا رغولو پروژه پرانیستل سوه
د دغه رغنیزي پروژې. . .

BACK TO NEWS