د مالیې وزارت د رئیسانو او آمرینو لپاره د «رهبرۍ او ستراتيژیک مدیریت» تر عنوان لاندي روزنیز پروګرام جوړ سو!

syllab_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۱:۳۴
.............

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د مالیې وزارت د بشري سرچینو له ریاست سره په همغږۍ د دغه وزارت د رئیسانو او آمرینو لپاره د «رهبرۍ او ستراتيژیک مدیریت» تر عنوان لاندي روزنیز پروګرام جوړ کړ.
دغه پروګرام کي، چي د مالیې وزارت په خیبرهال کي جوړ سوی وو، د مالیې وزارت اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د دفتر لوی رئیس مولوي عبیدالله ابو احمد، د دغه وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د ملکي خدمتونو د انسټیټیوټ رئیس مولوي عبدالرحیم احسان او د مالیې وزارت اړوندو ادارو رئیسانو او آمرینو ګډون درلود.
مولوي احمدشاه شاکر د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کمېسیون څخه د دغه روزنیز پروګرام د جوړولو له امله مننه وکړه او زیاته ئې کړه؛ تاسي د دغه اسلامي نظام د حاکمېدو لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړې دي اوس د هغه د بقا او حفاظت لپاره، روزني، له رهبرۍ، مدیریت، د ادارې اساساتو او ځينو نورو اړینو موضوعاتو سره بلدتیا ته اړتیا لرئ. لکه څنګه مو، چي د جګړې په ډګر کي دښمنان مات کړل، هڅه وکړئ، چي داخلي او بهرني دښمنان د سیاست، اقتصاد، فرهنګ او ټکنالوژۍ په ډګر کي هم مات کړئ.
د مالیې وزارت اداري معین مولوي دوست محمد مخلص وویل، دلته زموږ له راټولېدو څخه موخه د دې خاورې د شهیدانو او یتیمانو هغه ارمان پوره کول دي، چي د اسلامي نظام ټینګښت او ساتل وه. په حقیقت کي موږ په یوه دوه مرحله‌يي امتحان کي قرار لرو(۱- جهاد او د اسلامي نظام حاکمیت او ۲- د هغه ساتنه او دفاع) لومړی پړاو اسانه وو، ټولو که زوړ و که ځوان، لوستی و که نالوستی خپله برخه ئې پکښي اخیستې وه او دوهمه مرحله ئې د اسلامي نظام ساتنه او دفاع ده، چي سواد، قلم، ظرفیت، له نفس سره مقابلې ته اړتیا لري.
نوموړي، له ګډونوالو وغوښتل، چي د خپل ظرفیت د لوړولو په موخه له یاد پروګرام څخه اعظمي ګټه پورته کړي او ترڅنګ ئې زیاته مطالعه هم وکړي.
د ملکي خدمتونو د انسټیټیوټ رئیس مولوي عبدالرحیم احسان په خپلو خبرو کي د دغي څېړنیزي ادارې فعالیتونو ته په اشارې ووېل، د اسلامي امارت رهبرۍ د دغه نظام د بقا لپاره هوډمنه ده او تاسو باید په دغه برخه کي مرسته وکړئ؛ ترڅو دغه هوډ ته د عمل جامه ور واغوندئ. هغه زیاته کړه، چي د نظام او حکومتدارۍ ساتنه ژمنتیا او تخصص ته اړتیا لري. تاسي له دې نظام سره خپله ژمنه ثابته کړې اوس خپل تخصص هم په بصیرت او پوهاوي، درک او احساس او د استادانو درسونو ته په کښېناستو ثابت کړئ. نوموړي، دغه روزنيز پروګرامونه د داخل خدمت زده کړو په نوم ياد کړل او له ګډونوالو څخه ئې وغوښتل، چي له دغه طلايي چانس څخه پوره ګټه واخلي.
یاد پروګرام د خیر په دعايې پای ته ورسېد.
د يادوني وړ ده، چي دغه روزنیز پروګرام به پنځه ورځي دوام وکړي او په هغه کي به ګډونوالو ته «ستراتيژيک مديريت او د رهبرۍ اساسات» تدریس سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۲۶
Background image

د هیواد له لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو سره انلاین ناسته وسوه!

د لړم ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو چارو د مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د یو شمېر رئیسانو په ګډون د هیواد د لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو له مسؤلینو سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

BACK TO NEWS