د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه

admin_mof
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۸:۴۷
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي، په مشرۍ د دې وزارت د شکایتونو اورېدو کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه.

په دې ناسته کې چې د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو، کارکوونکو او مالیه ورکوونکو ګډون درلود، په پیل کې ګډونوالو د شکایتونو اورېدو د کمېټې په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ته یې خپلې اړوندې ستونزې وړاندي کړې.

خبر

د عوایدو او ګمرکونو مرستیال، د دوی د ستونزو له اورېد وروسته دغه ستونزې د کاري حوزې په پام کې نیولو سره اړوندو برخو ته راجع کړې او ژمنه یې وکړه چې د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې به رسېدنه ورته کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۲:۲۸
Background image

د سارک د پراختیایي صندوق د بورد ۳۴مه غونډه په آنلاین ډول جوړه شوه

د سارک د پراختیایي صندوق د بورد او اړونده فرعي کمیټو غونډې د ۲۰۲۱ کال د جون میاشتې د ۷مې څخه تر ۱۰مې نیټې

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۸:۴
Background image

د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس سره ولیدل

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس هنري کرالي (Henry Kerali) او مرستیالې سره ولیدل

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۸:۱۲
Background image

د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې له عمومي رئیس سره ولیدل

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې له عمومي رئیس ذبیح الله زیارمل سره د مالیې وزارت عوایدو او ګمرکونو په معینیت کې ولیدل.

په دې لیدنه کې چې د مالیې. . .

BACK TO NEWS