د مالیې وزارت د معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ (IT) ریاست لابراتوار معیاري سو

admin_mof
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۳:۱۹
خبر

د مالیې وزارت د معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ ریاست د (۱.۱) میلیون افغانیو په لگښت د عصري لابراتوار، چي درې جلا څانگي (د پوستغالي او سختغالي آمریت، د ترمیماتو څانگه او حمایوي څانگه) لري، په مجهز او معیاري ډول د دغي ادارې د کارکوونکو لپاره د مناسبي کاري فضا په درلودلو سره جوړ او گټي اخیستني ته وسپارل سو.
مناسب او د کار معیاري چاپېریال د دې ریاست د لابراتوار کارکوونکو لپاره ګڼي اسانتیاوي برابري کړي دي، چي هغوی کولای سي، خپلي اړوندي دندي په منسجم ډول او بشپړي آرامۍ ترسره کړي.

خبر

دا په داسي حال کي ده، چي تر دې وړاندي د دغي څانگي چاري په معیاري او اساسي ډول نه وې او کله ناکله له ستونزو سره مخ کېدې، چي له دې وروسته به د یادي ادارې ستونزي هواري سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۳:۱۴
Background image

تېره اوونۍ په بېلابېلو ولایتونو کي ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیول سوي دي!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، هرات او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۵:۵۳
Background image

د نیمروز ګمرک کار کوونکو ته د ګمرکي چارو په اړه روزنیز پروګرام پیل سو!



د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال له تدریسي پلان سره سم د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کي د نیمروز ولایت د ګمرک کارکوونکو ته (۱۵) ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS