د مالیې وزارت د پالیسۍ معین د کوچنیو مالي تمویلاتو په ملي کنفرانس کي ګډون وکړ!

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۲۰
..............

د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر د افغانستان بانک له لوري د وړو تمویلاتو ملي کنفرانس(فرصتونه او ننګوني) تر سرلیک لاندي، د پانګوني د هڅوني او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په تړاو جوړ سوي کنفرانس کي ګډون او وینا وکړه.
په دغه کنفرانس کي د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، د کابینې یو شمېر غړيو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولني او نړیوال بانک استازو، د بېلابېلو هیوادونو سفیرانو، د نړیوالو او کورنیو مؤسسو مسئولینو او یو شمېر ملي پانګوالو او سوداګرو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت د پالیسۍ معین یاد کنفرانس ته د خبرو پر مهال وویل، چي د کوچنیو مالي تمویلاتو سکټور د يوه هيواد د اقتصادي ودي، بېکارۍ د له منځه وړلو، فقر سره د مبارزې او کوچنیو کاروبارونو د پراختيا په برخو کي مهم رول لري.
ښاغلي زبیر یادونه وکړه، چي د اسلامي امارت د بیا ځلي حاکمیت څخه راوروسته د کوچینیو تمویلونو سکټور چاري په مطلق ډول درېدلي وې، چي د مالیې وزارت له لوري د همدې سکټور د فعالیتونو د پیل په موخه هڅي پیل سوې او د شپږو میاشتو دوامداره هڅو په پایله کي د هیواد له ستري محکمې څخه په دې برخه کي د چارو د پیل جواز ترلاسه او په لومړي ځل شریعي مالي تمویلاتو مضاربت او مرابحې ته لاره هواره سوه.
د مالیې وزارت د پالیسۍ معین همداراز زیاته کړه، چي دغه وزارت تر مالکیت لاندي د (مسفا) ادارې تر اوسه پوري له (۶۰) زرو څخه ډېر مالي تمویلات، چي څه باندي (پنځه میليارډه) افغانۍ کېږي د مرابحې او مضاربت په شکل اجراء کړي دي او د تمویلاتو د اجراء چاري د (مسفا) ادارې له لوري د مالیې وزارت د بشپړ ملاتړ په درلودلو سره په نورمال ډول رواني دي.
د یادوني وړ ده، چي د کوچنیو مالي تمویلاتو ملي کنفرانس د دغه سکټور د ودي او پراختیا او د خصوصي او دولتي سکټورونو او ملي او نړیوالو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ رامنځته کولو په موخه جوړ سوی وو، ترڅو په دې وسیله په هیواد کي د فقر کچه را ټیټه او د دندو پیدا کېدو ته زمینه برابره سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د ننګرهار په ګمرک کي (۱۲۳) کیلو ګرامه ثانیه سوز نیول سوي!

د ننګرهار ګمرک د تشرېح برخي کارکوونکو تېره ورځ په یوه وارداتي سوداګریزه محموله کي (۱۲۳) کیلو ګرامه ثانیه سوز کشف او نیولي دي.
دغه ثانیه سوز مواد، چي په ډېر مهارت په لېږدوونکې وسیله کي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۵:۱۰
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د کندهار، فراه، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۴:۵۱
Background image

د ابونصر فراهي په ګمرک کي د ۳۹ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه بابه هنګرونه ګټي اخیستني ته وسپارل سول!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د څه باندي (۳۹) میلیونه افغانیو په ارزښت د فراه ولایت د ابونصر فراهي په ګمرک کي د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په موخه دوه بابه هنګرونه جوړ او ګټي. . .

BACK TO NEWS