د مالیې وزارت د ګمرکونو دویمه رتبه بستونو شارټ لسټ پیل شو

admin_mof
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۱:۱۹
خبر

د مالیې وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ګډه همکارۍ د مالیې وزارت د ګمرکونو دویمه رتبه بستونو شارټ لسټ د لړم میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شو.

دغه پروګرام چې په همدې مناسبت ترسره شو، د ګمرکونو عمومي رئیس ښاغلي خلیل الله صالح زاده، د مالیې وزارت بشري سرچینو رئیس ښاغلي محمد غلام ملاخېل او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون استازي پکي حضور درلود، د ګمرکونو عمومي رئیس وویل، چې مالیې وزارت په لومړي ځل د اداري اصلاحاتو له خپلواک کمېسیون سره په ملتیا د (ننګرهار، نیمروز، کابل، خوست، کندهار، فراه، هرات، اقینې او کندوز) ولایتونو د ګمرکونو د ریاستونو دویمه درجه ۹ بستونه ازادې سیالۍ ته سپارلي. هغه زیاته کړه چې د مالیې وزارت د مشرتابه له پرېکړې سره سم باید وړ، ریښتینې او ژمن کسان دغو ریاستونو ته وګمارل شي او د ګمارنې په پروسه کې هیڅ ډول مداخله نه ده شوې او ازموینه به په رڼه توګه ترسره شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمیشنر ښاغلي حشمت الله هاشمي، دغه پروسه له نږدې ولیده او ویې ویل، چې په مرکز او ولایتونو کې د لوړ پوړو بستونو ازادې سیالۍ ته د سپارلو په لړۍ کې موږ د لومړي ځل لپاره ازادې سیالۍ ته د مالیې وزارت د کلیدي بستونو سپارلو شاهدان یو. موږ د خپلو دندو مطابق دغه بهیر پیل کړی او د اصلاحاتو راوستو په لړ کې ورته په نېک نظر ګورو. زموږ هڅه دا ده، چې له رسنیو او مدني ټولنو سره په همغږۍ روڼتیا رامنځته کړو، څو وړ او ژمن کسان اړوندو بستونو ته لاره ومومي.

 

خبر

د یادونې وړده، چې په دې بستونو کې ۱۸۴۱ کسانو غوښتنې وړاندي کړي، چې د شارټ لسټ بهیر به څلور ورځې دوام وکړي او پایلې به یې د مالیې وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ویب سایټ او ټولنیزو پاڼو له لارې له خلکو سره شریکې شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونه پیل سول

د غويي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د «ظرفیت لوړوني او مسلکي کولو» تر عنوان لاندي دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د امارتي املاکو لوی رئیس کندهار ولایت ته سفر وکړ

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دغه ولایت له مستوفي او د املاکو له مسئولینو سره ولیدل.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۱
Background image

د فراه ګمرک کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د فراه ګمرک د بېلابېلو برخو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو.
په دغه پروګرام کي ګډونوالو ته د. . .

BACK TO NEWS