د مالیې وزارت سرپرست د اسیا پاسفیک سیمې لپاره د نړیوالې مالې ادارې له مرستیالې سره د لومړیتوب لرونکو ملي پروژو په برخه کې د خصوصي سکټور د پانګې جلبولو په اړه بحث وکړ
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۷ مه نېټه د اسیا پاسفیک سیمې لپاره د نړیوالې مالې ادارې له مرستیالې اغلی نینا استویل جیکویچ، سره د کرنې، استطاعت وړ استوګن ځایونو رغولو او جوړولو او د افغانستان حکومت د مالي پانګونې بستې سره سم انرژۍ پروژو په برخه کې د خصوصي سکټور د پانګې په جلبولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.
د مالیې وزارت سرپرست، د مزارشریف ګازې برېښنا پروژې لپاره د دې ادارې له هر اړخیزه همکارۍ مننه وکړه.
د اسیا پاسفیک سیمې لپاره د نړیوالې مالې ادارې مرستیالې، د یادو پروژو لپاره د خصوصي سکټور د پانګې جلبولو په خاطر د دې ادارې له چمتووالي ډاډ ورکړ.
د یادونې وړده، چې نړیواله مالي اداره د نړیوال بانک د ګروپ یوه برخه ده، چې د پراختیا په حال کې هیوادونو لپاره د خصوصي سکټور په برخه کې د پایداره پانګونې پرمخ وړلو لپاره رامنځته شوې، چې اوس مهال یې ۱۸۱ هیوادونه غړیتوب لري.
