د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د فرانسې جمهوریت له نوي ټاکل شوي سفیر سره د پیژندنې ناسته وکړه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۲/۲۸ - ۱۳:۱
سفیر فرانسه

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د غویې میاشتې په ۲۸مه نېټه د افغانستان لپاره د فرانسې جمهوریت له نوي ټاکل شوي سفیر ښاغلي داوید مغتینان، سره د پیژندنې ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت سرپرست نوموړي ته د ښه راغلاست او له افغانستان سره د فرانسې جمهوریت له مرستو څخه د مننې تر څنګ له نوموړي سره د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا، له افغانستان سره د فرانسې په پراختیایې مرستو، د هغو پروژو په پلي کیدو چې کار یې جریان لري او د حکومت او خلکو لومړیتوبونو ته په کتو سره د نویو پروژو په طرحو، د پانګونې په فرصتونو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث وکړ.

همداشان د مالیې وزارت سرپرست د یاد هیواد د پخواني سفیر ښاغلي فرانسوا ریشیه له کړنو او فعالیتونو څخه د مننې تر څنګ نوي ټاکل شوي سفیر ته یې په اړوندو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۸:۱۸
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره آنلاین ناسته وشوه

د چنګاښ۱۴مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د مستوفیتونو مرستیال او نورو مسئولینو په ګډون، د مستوفیتونو له مسئولینو سره د عوایدي. . .

BACK TO NEWS