د مالیې وزارت سرپرست د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس سره ولیدل
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس یما شمس، سره د مالیې په وزارت کې ولیدل.
په دې لیدنه کې چې د دې ادارې مرستیالانو هم حضور درلود، طرفینو د هرات ولایت روزنک ګمرک د فعالیتونو په پراخېدو، ملي سوداګرو ته د غوره خدمتونو په وړاندي کولو، د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو او مالونو په لېږدولو، د سوداګریزو بارنامو په موخه له اسیکوډا سیستم څخه د اوسپنې پټلۍ ادارې ګټې اخیستنې، د اقینې په بندر کې د ګمرکي خدمتونو وړاندي کولو لپاره د اوسپنې له کرښې ګټې اخیستنې او نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
