د مالیې وزارت سرپرست د ننګرهار له والي سره په تورخم بندر کې په شته ستونزو او حل لارو خبرې وکړې

admin_mof
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۹:۴۰
خبر

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده نن د کب میاشتې په ۷ مه نېټه د ننګرهار له والي ښاغلي ضیاالحق امرخیل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې چې د ماليې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي مجیب الرحمن شیرزاد هم شتون درلود، په پیل کې د ننګرهار والي په تورخم کې د ملي سوداګرو شته ستونزې د مالیې وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او د حل لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه. همداشان دواړو لوریو په تورخم بندر کې د دوه کیلو مترو سړک او د دویم پله د جوړیدو چارو په چټکوالي، په دې سېمه کې د باروړنکو موټرو لپاره د پارکینګ په پراخوالي، په تورخم ګمرک کې د دویمې ډیجیټلي تلې په فعالولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې په ګمرکونو کې ملي سوداګرو ته د اسانتیاو برابرول د مالیې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او د یادو ستونزو د حل لپاره به مالي امکاناتو ته په کتو سره ژر تر ژره رسیدنه وشي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS