د مالیې وزارت سرپرست د کریک ناستو په څنډه کې د ګرجستان د اقتصاد او پایداره پراختیا وزارت له مرستیاال سره ولیدل

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۲:۱۹
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لړم میاشتې په ۲۲ مه نېټه د منځنۍ اسیا د اقتصادي همکاریو سازمان (کریک) په ناستو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته سفر وکړ.

د دې ناستې په څنډو کې د مالیې وزارت سرپرست، د ګرجستان د اقتصاد او پایداره پراختیا وزارت له مرستیال ښاغلي اکاکي ساغیراشویلي، سره د دوه اړخیزه اړیکو ټینګېدو او پراخېدو، د اقتصادي او سوداګریزو مناسباتو په پراخېدو کې د دوه اړخیزه اقتصادی او سوداګریز کمېسیون په رول، د لاجوردو سوداګرېز کرېدور له لارې اروپا او تورې بحیرې ته د افغانستان په لاسرسي، د سوداګریزې ودې لپاره د اړوندو کړنلارو ساده کولو په موخه په ګمرکي همکاریو، د سرحدي ګمرکونو د عصري کېدو په برخه کې د ګرجستان په تخنیکي همکاریو، د افغانستان د محصلینو لپاره د تحصیلي بورسیو په برابرولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظر څرګندونې وشوې.

د مالیې وزارت سرپرست، وویل، چې افغانستان غواړي د لاجوردو له ترانزیټي لارې او هوایي مسیر خپل سوداګریز توکې اروپا ته واستوي.

خبر

د ګرجستان د اقتصاد او پایدارې پراختیا وزارت مرستیال، له افغانستان سره یې د خپل هیواد د چمتووالي ترڅنګ وویل، چې د لاجوردو لارې د ګټې اخیستنې په موخه اړینه ده، هغه هیوادونه چې په دې لاره پراته دي خبرې او سلاوې وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۲ - ۱۲:۵۵
Background image

د دولتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته وشوه

د مالیې نوماند او سرپرست وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، په مشرۍ د چنګاښ میاشتې په ۲۱ مه نېټه د دولتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته په مالیه وزارت کې وشوه.

په دې ناسته کې چې د دولتي. . .

شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۱۰:۶
Background image

نړیوال بانک ۲۰۰ میلیونه امریکایې ډالر نوی وړیا مرسته د افغانستان لپاره تصویب کړه

د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ ۲۰۰ میلیونه امریکایې ډالر نوی وړیا مرسته د چنګاښ میاشتې په ۱۹ مه نېټه د افغانستان لپاره تصویب کړه.

یاده مرسته د افغانستان حکومت لپاره د کرونا ویروس د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۱۴:۱۲
Background image

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د ارزګان او بامیانو له والیانو سره په یادو ولایتونو کې د پراختیایې پروژو په پلي کیدو خبرې وکړې

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د چنګاښ میاشتې په ۱۸ مه نېټه د ارزګان له والي ښاغلي محمد شفیق اسدالله سعید او د بامیانو له والي ښاغلي سید انور اعلا. . .

BACK TO NEWS