د مالیې وزارت له لوري د (۱۴۰۳) مالي کال لومړنۍ حواله اجراء سوه!

د عالیقدر اميرالمؤمنین حفظه الله له هدایت سره سم د (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال د لومړنۍ حوالې چک د مالیې وزارت د کفیل او مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد له لوري لاسلیک او اجراء سو.
د لومړنۍ حوالې له اجراء سره سم به؛ د مالیې وزارت له لوري لومړی د امارتي ادارو کارکوونکو د حمل (وري) مياشتي معاشونه او د ادارو اړین لګښتونه اجراء سي او بیا به د ملي بوديجې له توشېح وروسته د (۱۴۰۳) مالي کال د ټولو لګښتونو تأدیات په عادي ډول پیل سي.