د مالیې وزارت مالي مرستیال د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له مرستندویانو سره ولیدل
په دې ناسته کې چې د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، د نړیوال بانک استازي او د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق مرستندویانو ګډون کړی وو، د افغانستان د ملي بودیجې د ملاتړ په موخه د یاد صندوق د کمکي کڅوړې، دوه اړخیزه ژمنو پلي کولو، د دې صندوق اوسني مالي وضعیت، د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق سره د مرستندویانو په راتلونکو مرستو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د یادونې وړده، چې د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق میاشتنیو ناستو موخه د نویو پروګرامونو په هکله بحث، په شته ستونزو خبرې او د صندوق مالي حالت ارزول دي.
