د مالیې وزارت مالي مرستیال د مرکزي اسیا او منځني ختیځ لپاره د پیسو نړیوال صندوق له رئیس سره ولیدل

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۵ - ۱۲:۳۶
خبر

د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق د پسرلنیو ناستو په حاشیه کې د مرکزي اسیا او منځني ختیځ لپاره د پیسو نړیوال صندوق له رئیس جهاد ازور، سره چې د افغانستان بانک رئیس اجمل احمدي هم شتون درلود، د ویډیو کنفرانس له لارې لیدنه او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت مالي مرستیال، په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان په اقتصاد باندي د کرونا ویروس منفي تاثیراتو، له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت پروګرامونو او د افغانستان په اقتصادي وضعیت باندي د دې ناروغۍ منفي اغېزو په تړاو خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د حکومت د مالي چارو ښه مدیریت په پایله کې د دې هیواد اقتصادي وده د مالي کال په پای کې منفي دوه ته را ښکته شوه، چې له دې وړاندي د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق له لوري منفي ۵ وړاندوېینه شوې وه.

همدا شان د مالیې وزارت مالي مرستیال په روان کال کې د افغانستان د ۶۰٪ وګړو د کرونا ضد واکسینولو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او په ورته مهال یې په عامه سکټور کې د دولت د لګښتونو په تړاو د حکومت د اصلاحي پروګرامونو، پراختیایي پروګرامونو او پروژو تمویل، ملي عوایدو راټولېدو او له فساد سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې، چې په دې برخه کې د افغانستان له بانک سره د مالیې وزارت د مالي سیستمونو وصلولو، په لګښتونو او ملي عوایدو راټولېدو او په دې سیستمونو کې د عصري ټکنالوژۍ او نړیوالو تجربو څخه د ګټې اخیستنې یادونه هم وکړه.

خبر

د مرکزي اسیا او منځني ختیځ لپاره د پیسو نړیوال صندوق رئیس د افغانستان د اصلاحي پروګرامونو هر کلی وکړ او په دې برخه کې یې د خپلو تخنیکي او مالي همکاریو ډاډ ورکړ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۴۳
Background image

د خدماتو ریاست کارکوونکو له پاره د " امربالمعروف قانون د تطبیق " تر سرلیک لاندي سیمینار وړاندي سو

د لړم۲۲مه۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دې وزارت په جومات کي د خدماتو ریاست کارکوونکو له پاره د " امربالمعروف قانون د تطبیق " تر سرلیک لاندي سیمینار وړاندي کړ.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي تاریخ تېر خوراکي توکي وسوځول سول!

د لړم۲۲مه۱۴۰۴هـ.ل
د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۲۱،۴) ټنه تاریخ تېر خوراکي توکي، چي د یاد ګمرک په هنګرونو کي ئې شتون درلود د اړوندو ادارو د با. . .

BACK TO NEWS