د مالیې وزارت مطبوعاتي اعلامیه ۱۳۹۹ کال د جدي ۲۹

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۱۵:۲

مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې‌ د مسودې په اړه د ولسي جرګې د درنو استازو د وړاندیزونو قدرداني کوي او د یادونې وړ بولي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس درې میاشتې وړاندې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د برابرۍ موضوع د کابینې په غونډه کې مطرح کړه.

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د روان کال د عقرب په ۱۴مه نېټه مالیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ته د معاشونو د برابرۍ طرحې برابرولودنده وسپارله.

همدارنګه ټینګار پر دې وشو چې له غیر اړینو او تجملي لګښتونو څخه سپمول شوې بودجه دې د خلکو د هوساینې په موخه په پراختیایي چارو ولګول شي. د ښوونکو په ګډون د نورو دولتي کارکوونکو د تنخواګانو زیاتوالی او برابري هغه مشروع غوښتنه ده چې د مالي امکاناتو له روښانه او عملي مالي تحلیل پرته یې پوره کول ناشوني دي.

د جمهوري ریاست عالي مقام په لارښوونه د اړوندو ادارو ګډې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د معاشونو د لوړوالي امکان پذیري وارزوي او د اړتیا وړ منابعو د تشخیص او تدارک په اړه خپل عملي وړاندیزونه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS