د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د اسلامي پراختیا بانک له رئیس سره د پیژندنې لیدنه وکړه
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د غويي میاشتې په ۱۸ مه نېټه د ویډیو کنفرانس له لارې د اسلامي پراختیا بانک له رئیس ښاغلي ډاکټر بندر حجار سره د پیژندنې لیدنه وکړه.
په پېل کې د مالیې وزارت سرپرست له افغانستان سره د یاد بانک له سخاوتمندانه مرستو، ملاتړ او د اسانه پورونو لبرابرولو څخه مننه وکړه.
همداشان په دې لیدنه کې په هیواد کې د پانګونې په فرصتونو، له افغانستان لپاره د سعودي مرستو صندوق د ۳۵۰۰۰۰ ډالرو په مرستې، له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د یاد بانک په همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاؤ بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د اسلامي پراختیا بانک رئیس د دواړو خواو له اړیکو څخه خوښي وښوه او له افغانستان سره يې د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
