د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان د سولې په چارو کې د اروپایې ټولنې او المان هیواد له ځانګړو استازو سره وکتل
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال د لړم میاشتې په ۲۱ مه نېټه د اروپایې ټولنې له ځانګړي استازي ښاغلي رونالد کوبیا او د المان هیواد له ځانګړي استازي ښاغلي مارکوس پوتزل سره د دې ویډیو کنفرانس له لارې وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي سید سعادت منصور نادري او اسیا – پاسفیک لپاره د اروپایې ټولني د بهرنیو چارو رئیس ښاغلي ګارنر ویګند هم شتون درلود. په پیل کې د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان د مالي او اقتصادي وضعیت او د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ د دویم سند په اړه دوی ته معلومات ورکړل او له پاکستان او ایران څخه د افغان ګډوالو د بیرته راستنیدو لپاره د روغتیایې او تعلیمي زیربنا د تمویل په برخه کې د اروپایې ټولنې او المان هیواد د ملاتړ غوښتنه یې وکړه چې دوی په یادو برخو کې د مالي او تخنیکي همکاریو ډاډ ورکړل.