د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د هالند د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیرۍ سره د جینیوا کنفرانس په اړه خبرې وکړې
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال د لړم میاشتې په ۲۱ مه نېټه د هالند هیواد د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیرې اغلی سیګریډ کاګ سره د ویډیو کنفرانس له لارې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ۲۰۲۰ کال کنفرانس جوړیدو ته په چمتو والي چې ټاکل شوی ده د روان کال د نوامبر میاشتې په ۲۳ او ۲۴ مه نېټه په جینیوا کې جوړ شي، د افغانستان حکومت په وړاندیز شویو پروګرامونو او د دې هیواد په توقعاتو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د مالیې وزارت سرپرست له افغانستان سره د هالند هیواد له مرستو څخه مننه وکړه او د هالند د اقتصاد او سوداګرۍ وزیرې له افغانستان سره د مالي مرستو او تخنیکي همکاریو د دوام څخه ډاډ ورکړ.
