د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د پکتیا له والي سره د دې ولایت په بودیجوي مسایلو خبرې وکړې

admin_mof
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۵ - ۹:۳۲
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د وږې میاشتې په ۱۳مه نېټه د پکتیا له والي ښاغلي محمد حلیم فدایې سره په ماليې وزارت کې وکتل.په پیل کې د پکتیا والي د اقراء پروژې له لارې په یاد ولایت کې د ښوونځیو او په دې ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون جوړیدو د بودیجوي مسایلو په حلولو، د سیدکرم له ولسوالۍ څخه تر تشلق پورې د سړک په جوړولو او همداشان د زرمت سړک په جوړیدو، د پروژو د حفظ مراقبت لپاره د بودیجې په ځانګړې کولو او د دولتي ادارو د خالي بستونو د اعلانولو په اړه خبرې وکړې او په یادو برخو کې یې د مالیې وزارت له سرپرست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې روان مالي د حکومت زیاته پاملرنه د کرونا ویروس خپریدو سره مبارزې او د دې ویروس اقتصادي او ټولنیزو اغیزو ته وو، بیا هم موږ هڅه کو چې مالي امکاناتو ته په کتو سره د یاد ولایت بودیجوي مسایلو ته رسیدنه وکړو.

د مالیې وزارت س

خبر

د مالیې وزارت سرپرست د خالي بستونو په اړه وویل چې مالیې وزارت په پام کې لري څو د روان مالي کال تر پایه ټول اړوند خالي او غیر رقابتي بستونه اعلان کړي څو ژمن کارکوونکي د ازادې سیالۍ له لارې وګماري. نوموړي د پکتیا والي ته ډاډ ورکړ چې د یاد ولایت خالي بستونو ته به لومړیتوب ورکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونه پیل سول

د غويي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د «ظرفیت لوړوني او مسلکي کولو» تر عنوان لاندي دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د امارتي املاکو لوی رئیس کندهار ولایت ته سفر وکړ

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دغه ولایت له مستوفي او د املاکو له مسئولینو سره ولیدل.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۱
Background image

د فراه ګمرک کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د فراه ګمرک د بېلابېلو برخو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو.
په دغه پروګرام کي ګډونوالو ته د. . .

BACK TO NEWS