د مالیې وزارت نوي مقرر شوي معینان

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۵ - ۱۱:۲
خبر

د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام د حکم پر بنسټ ښاغلی عبدالحبیب ځدراڼ، د مالیې وزارت مالي مرستیال او ښاغلی محمد عیسی قدرت، د عوایدو اوګمرکونو د مرستیال په توګه نن د مرغومې میاشتې په ۴ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام سترسلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، له لوريد دې وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي قیومي، د عوایدو او ګمرکونو مخکني سرپرست ښاغلي ولید تمیم؛ او د مالیې وزارت مخکني مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد، له کړنو مننه وکړه او نویو ټاکل شویو مرستیالانو ته یې په ورسپارل شویو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

خبر

د مالیې وزارت نویو ګمارل شویو مرستیالانو ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ او ښاغلي محمد عیسی قدرت، د مالیې وزارت له باوره د مننې ترڅنګ، زیاته کړه، چې ټولې ور سپارل شوې چارې به په پوره ریښتینولۍ ترسره کوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۴۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د کورنیو او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته وکړه

د غبرګولي۳۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د مالیې وزیر هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسئولینو په ملتیا هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په. . .

BACK TO NEWS