د مالیې وزارت ورودي کچې بستونو بریالي نوماندان خپلو دندو ته ور وپېژندل شول

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۱۴:۳۲
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، په حضور کې د تلې میاشتې په ۲۲ مه نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مالیې وزارت ورودي کچې بستونو بریالي نوماندان خپلو دندو ته ور وپېژندل شول.

په پیل کې د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي محمد غلام ملاخېل، د دې پروسې په اړه چې د مالیې وزارت ورودي کچې ته یې ۲۲۰ کسانو ته د سیالۍ زمینه برابره کړه، ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د بریالیو نوماندانو د سندونو د پړاو ترسره کولو پروسه روانه ده او د یوې اوونۍ په اوږدو کې به دوی وکولی شي خپلو دندو ته را ستانه شي.

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون، د کانکور د ازموینو ملي ادارې او د مالیې وزارت بشري سرچینو له همکارانو د مننې تر څنګ وویل، چې دا لومړی ځل دی چې د مالیې وزارت د ازادې سیالۍ او کانکور له لارې په رڼه توګه ځوانان په دندو ګماري، په داسي حال کې چې دوی نه واسطه او نه هم زر او زور لري او د خپلې وړتیا او استعداد پرمټ یادو بستونو ته بریالي شوي. نوموړي، دغو بریالیو ځوانانو ته مبارکي وویله.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست، روڼتیا او د مالیې په وزارت کې د ګمارنې لړۍ ته په ژمن پاتي کېدو ژمنه وکړه، چې د مالیې وزارت به پیشنهادي او تش بستونه په تدریجي او رڼه توګه ازادې سیالۍ ته وړاندي کوي. هغه له بریالیو نوماندانو وغوښتل، څو خپلو دندو ته په ریښتینولۍ او پرېکنده ژمنه دوام ورکړي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي همکاري وکړي.

په دې مراسمو کې دوه تنه بریالیو نوماندانو اغلې نګینې احمدي او ښاغلي روهین مصمم، د بریالیو کاندیدانو په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل، چې ازاده سیالي بشپړه رڼه او هیڅ ډول واسطه پکي نه وه او دوی وکولی شول په خپله وړتیا او شخصي استعداد د ورودي کچې بستونو ته لار پیدا کړي. هغوی د روڼتیا په رامنځته کولو کې د مالیې وزارت له مشرتابه او د ازموینې په بهیر کې یې له کمېسیون سره د هر اړخیزې همکارۍ له کبله مننه وکړه.

خبر

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۲۲:۳۹
Background image

د ۲۰۲۰ کال په کنفرانس کې له افغانستان څخه قوي ملاتړ

جنیوا، د ۲۰۲۰ کال د نوامبر۲۴مه - په دې کنفرانس کې نړیواله ټولنه د افغانستان له خلکو سره خپلې اوږد مهاله د پام وړ ژمنې نوې کوي. افغانستان او نړیوال همکاران یې له ۲۰۲۱ – ۲۰۲۴ پورې ګډو. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۵:۶
Background image

د مالیې وزیر د ۲۰۲۰ کنفرانس په حاشیوي ناسته کې د فنلنډ هیواد د پراختیایي همکارۍ او بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر سره وکتل

د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د لېندۍ میاشتې په ۴ مه نېټه د ۲۰۲۰ کنفرانس په حاشیوي ناسته کې د فنلنډ هیواد د پراختیایي همکارۍ او بهرنۍ

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۸:۴۸
Background image

د مالیې وزیر د "اقتصادي لومړیتوبونه او د مرستو اغېزمنتوب" په نوم د ۲۰۲۰ کنفرانس په جانبي ناسته کې ګډون او وینا وکړه

د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال د "اقتصادي لومړیتوبونه او د مرستو اغېزمنتوب" په نوم د ۲۰۲۰ کنفرانس په جانبي ناسته کې ګډون

BACK TO NEWS