د مالیې وزارت ټول واحدونه دي له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلي

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ - ۱۰:۵۳
خبر

د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د پرېکنده حکم پر بنسټ د دغه وزارت او ټولو دویم واحدونو له مسؤلینو په کلکه غوښتنه کړې، ترڅو د کورنیو تولیداتو د تقویت او د هیواد د صنعت د پیاوړي کېدو په موخه له کورنیو تولیداتو او محصولاتو ګټه واخلي او د وارداتي هیواد پرځای صادرات هیواد ته کار وکړي. 

په دغه حکم کي یادونه سوې، چي د کورنیو تولیداتو او محصولاتو پیاوړتیا د هیواد د اقتصادي ودي او له وارداتي هیواد څخه پر صادراتي هیواد د افغانستان بدلېدل د هر افغان مکلفیت دئ او په ځانګړي توګه د مالیې وزارت ټولو واحدونو ته اړینه ده، چي له دې وروسته د دولتي شرکتونو او نورو کورنیو شرکتونو له خدمتونو، محصولاتو او تولیداتو په ښه توګه ګټه واخلي.

دغه پرېکړه د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او ودي په موخه سوې ده او د یاد حکم له صدور وروسته د مالیې وزارت په ټولو ادارو او دویمو واحدونو کي د تطبیق وړ ده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS