د مالیې وزارت په اداري ناسته کي د اداري سیسټمونو پر لا پیاوړتیا خبري وسوې!

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۰:۴۹
.............

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ د دغه وزارت اداري ناسته د بېلابېلو برخو د رئیسانو په ګډون ترسره سوه.
د مالیې وزارت اداري معین د ناستي په پیل کي د ښکېلو ریاستونو د مثبتو کړنو ستاینه وکړه او په چارو کي د لا ښه والي او پرمختګ په موخه ئې له مسئولینو سره اصلاحي لارښووني شریکي کړې.
په دغه ناسته کي د چارو د لا ښه والي په موخه د لا ډېرو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، اداري سیسټمونو ته د لا پراختیا په ورکولو، د چارو د لا اغېزمنتوب په موخه د اړوندو ریاستونو ترمنځ د ښې همغږۍ پر زیاتېدو او د تېر کال د نیمګړتیاوو پر اصلاح بحثونه وسول او د ځينو موضوعاتو په تړاو لازمي پرېکړي وسوې.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت په هره اداري ناسته کي د دغه وزارت د بېلابېلو ریاستونو د چارو ارزونه، د نیمګړتیاوو پر بشپړولو او ستونزو ته د حل لارو پر موندلو بحث کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۳۲
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معین د نفتي موادو د ارزوني په موخه فراه ولایت ته سفر وکړ!

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چي په رسمي سفر فراه ولایت ته تللی، د فراه له والي الحاج مولوي غوث الدین رهبر سره د کتني ترڅنګ د یاد ولایت د ګمرک او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۰:۴۹
Background image

د مالیې وزارت په اداري ناسته کي د اداري سیسټمونو پر لا پیاوړتیا خبري وسوې!

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ د دغه وزارت اداري ناسته د بېلابېلو برخو د رئیسانو په ګډون ترسره سوه.
د مالیې وزارت اداري معین د ناستي په پیل کي د ښکېلو ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۰:۵
Background image

د هرات ګمرک لسګونو کارکوونکو ته روزنه ورکول کېږي!

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د روزونکو له لوري د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په لړ کي د هرات ګمرک ریاست د تورغونډۍ سرحدی ګمرک (۱۲۰) تنو نویو ګمارل سويو کارکوونکو ته د ګمرکي. . .

BACK TO NEWS