د مالیې وزیر د ایران د زراعت له وزیر سره وکتل
د زمري۲۲مه۱۴۰۵هـ.ل
د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند د ایران اسلامي جمهوریت د زراعت له وزیر ښاغلي غلام رضا نوري او مل پلاوي سره د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې وکتل.
په دغه کتنه کې د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا، د سوداګرو لپاره د لا ډیرو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د ګډ اقتصادي کمیسیون د ناستو پر پیلولو، د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د ټرانزیټ پر اسانتیا او ځینو نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
په پیل کې د مالیې وزیر د ایران اسلامي جمهوریت پلاوي ته له ښه راغلاست وروسته وویل، چې افغانستان او ایران د ګډو مشترکاتو څخه برخمن ګاونډیان دي او دواړه هېوادونه تاریخي اړیکي لري، نو اړینه ده؛ څو د سوداګرۍ په برخه کې شته خنډونه له منځه ولاړ شي، د صادراتو او وارداتو بهیر لا تقویه شي او د کرنې، انرژۍ، بانکي او اقتصادي برخو کې اړینه همغږي او همکاري لا پیاوړې شي.
ښاغلي ناصر اخند د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او د ګډ اقتصادي کمیسیون له لارې یې د اغیزمنو او مثبتو اړیکو پر ټینګولو ټینګار وکړ.
د ایران اسلامي جمهوریت د زراعت وزیر وویل، چې هېواد یې له افغانستان سره مثبتې سوداګریزې او اقتصادي اړیکي غواړي او مونږ د سوداګرۍ د پراختیا او د کرنې برخه کې د اړینو تجربو شریکولو او لازمو همکاریو ته چمتو یو. نوموړي زیاته کړه، چې هېواد یې د افغانستان له لاري منځنۍ اسیا ته د ټرانزیټ د پراختیا غوښتونکی دی او په دې برخه کې به ګډو هڅو ته دوام ورکوي.
ښاغلي نوري هیله څرګنده کړه، چې د ګډ اقتصادي کمیسیون له لارې به د ستونزو د حل او د اړیکو لا پراختیا ته ښه زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ دوه اړخیز اقتصادي کمیسیونونه د اقتصادي، تجارتي او زراعتي همکاریو د پراختیا، ټرانزیټي اسانتیاوو، د صادراتو او وارداتو د ودې، ګډې پانګونې او د ګډو مسلکي همکاریو د دوام په برخو کې ګډ کار کوي، تر څو یاد موضوعات په ښه ډول عملي شي.
