د مالیې وزیر د صکوک او ضرابخانې له مطبعې څخه لیدنه وکړه

د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، چي د دغه وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ئې ملتیا کوله، د صکوک او ضرابخانې مطبعې له دولتي شرکت څخه لیدنه وکړه.
د مالیې وزارت د صکوکو او ضرابخانې مطبعې دولتي شرکت د ټولو دولتی خوندي، ناخوندي، حکاکي او د امنیتي نښو له درجولو سره د ټولو دولتي نمبر پلیټونو د لیک چاري پر غاړه لري او په دې برخه کي له څه باندي یوې پېړۍ راهیسي کار کوي.

د مالیې وزیر د دغه شرکت د فعالیتونو له ارزوني وروسته د دغه شرکت د اجرائیه کمېټې او کارکوونکو له هڅو مننه او قدرداني وکړ او د دولتي ادارو د ټولو محرمو اسنادو د چاپ په برخه کي یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.