د مالیې وزیر د کندهار، هلمند او هرات ولایتونو له یو شمېر سوداګرو سره وکتل!

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۶:۵۳
.............

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د کندهار ولایت د سوداګرۍ خوني له مسؤلینو او یو شمېر سوداګرو سره وکتل.

په دې کتنه کي، چي د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو هم ګډون درلود؛ په ګمرکونو کي د اموالو پر چټکو طي مراحلو، د تېلو ټانکونو د مالیاتو او همدا رنګه د برسۍ اړوند مسايلو په تړاو خبري وسوې او یادو سوداګرو د خپلو چارو پر مخ پرتي ستونزي او غوښتني هم د مالیې له وزیر سره شریکي کړې.

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند ډاډ ورکړ، چي پوره هڅه او کوښښ به وکړي؛ چي د سوداګرو ټولو ستونزو ته پر وخت او ښه ډول رسېدنه وسي.

په پای کي د مالیې وزیر، له یادو مسؤلینو او سوداګرو څخه غوښتنه وکړه؛ چي خپلي ستونزي او غوښتني په لیکلې بڼه، د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) په حکم د مالیې وزارت او سوداګرۍ خوني ګډي جوړي سوي کمېټې سره، چي د سوداګرو ستونزو ته د رسېدني په موخه جوړه سوې شریکي کړي؛ تر څو پر وخت او عملي ډول ورته رسېدنه وسي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۴۹
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو نوی معین معرفي شو

د زمري۱۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ حاجي نعمت الله حسن، چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل شوی وو، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

BACK TO NEWS