د مالیې وزیر د ګمرکونو او عوایدو معینیت له چارو څخه لیدنه وکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۰:۷
................

د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند نن د ګمرکونو او عوایدو معینیت له چارو څخه لیدنه وکړه او هلته ئې د یاد معینیت له معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید او اړوندو رئیسانو سره ولیدل.
په دې لیدنه کي د مالیې وزیر ګډونوالو ته په خپلو چارو کي د لا ښه والي او د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو په برخو کي لازمي سپارښتني وکړې.
د ګمرکونو او عوایدو معین هم د ځینو سته ستونزو یادونه وکړه، چي د مالیې وزیر له لوري د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل سو.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مالیې وزارت څخه ليري د کابل-جلال اباد په لویه لار کي موقعیت لري؛ نو اړتیا ته په کتو سره ئې د مالیې وزیر له چارو څخه ليدنه کوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۴۵
Background image

د هرات محصولي ګمرک د جومات او د دخولي او خروجي دروازو د بیارغوني چاري بشپړي سوې!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د شاوخوا (۷۰۰) زره افغانیو په ارزښت د هرات محصولي ګمرک د جومات او د دخولي او خروجي دروازو د بیارغوني چاري بشپړي او ګټي اخیستني ته وسپارلې.
د یادي پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۲۹
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست په اداري ناسته کي پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او خبري وسوې!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د روان مالي کال (۱۷مه) اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کي جوړه سوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی ریاست. . .

BACK TO NEWS