د مالی وزارت ۳ او ۴ بستونو اطلاعیه

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۸:۳۷
خبر

درنو هیوادوالو!

د مالیې وزارت رهبرۍ د اصلاحاتو راوستلو او د مسلکي کادرونو د جذب په موخه، ازادې سیالۍ ته د تشو بستونو وړاندې کولو په لړ کې دا دی یاد وزارت ۷۷ څلورم او درېیم بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کوي. د اعلان شویو بستونو په شرایطو برابرو کسانو څخه په درنښت هیله کیږي چې په خپل ګډون سره د ملکي خدمتونو په ادارو کې د لا زیاتو اصلاحاتو راوستلو لپاره هر اړخیزه هڅه وکړي څو وکولی شو له اداري فساد څخه پاکه اداره رامنځته کړو.

د یادونې وړ ده چې په شرایطو برابر کسان کولی شي فورمه او همداشان د اعلان شویو بستونو د دندو لایحه د مالیې وزارت له ویب سایټ او فیسبوک څخه د اعلان له خپریدو وروسته (۲۴/۰۷/۱۳۹۹ – ۰۸/۰۸/۱۳۹۹) تر لاسه د فورمې له ډکولو وروسته له خپلو معتبرو تحصیلي سندونو او کاري تجربې سره یو ځای په فزیکي ډول لاندې ادرس ته وسپاري.

د مرکزي ثبت و فکري مالکیت ریاست – د اسان خدمت ودانۍ – د افغانستان کرکټ بورډ ته څیرمه.

د اړیکې شمېرې : 0202924395 – 0766705651

د ملکی خدمتونو د کارمندانو غوښتنلیک فورمه 

د اعلان شوي بستونو جدول 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونه پیل سول

د غويي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د «ظرفیت لوړوني او مسلکي کولو» تر عنوان لاندي دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د امارتي املاکو لوی رئیس کندهار ولایت ته سفر وکړ

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دغه ولایت له مستوفي او د املاکو له مسئولینو سره ولیدل.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۱
Background image

د فراه ګمرک کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د فراه ګمرک د بېلابېلو برخو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو.
په دغه پروګرام کي ګډونوالو ته د. . .

BACK TO NEWS