د امارتي املاکو عمومي رئیس یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ
د وږې۱۴مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا بلخ، جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د دغه سفر موخه د امارتي جایدادونو وضعیت له نږدې ارزول، د شته ستونزو روښانه کول او ورته د حل لارې چارې موندل او په ټوله کې له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستې سره د امارتي جایدادونو لا ښه او اغېزمن مدیریت ته د زمینې برابرول دي.
یاد پلاوي د اړوندو ولایتونو له مستوفیانو او کارکوونکو سره جلا جلا ناستې وکړې، چې په ترڅ کې یې د امارتي جایدادونو د ثبت، ساتنې، مدیریت، پانګونې او همدارنګه د جایدادونو د غصب د مخنیوي په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
په پای کې د امارتي املاکو عمومي رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، له لوري د وضعیت د لا ښه والي په موخه مشخص وړاندیزونه او سپارښتنې وړاندې شوې؛ څو په راتلونکي کې د امارتي جایدادونو د خوندي ساتنې او اغېزمن مدیریت لپاره عملي او دوامداره ګامونه پورته شي.
