د مرکزي سیلو د لاسته راوړنو او عوایدو لوړېدلو په تړاو ناسته ترسره سوه
مرکزي سیلو د لاسته راوړنو او په کلنیو عوایدو کي د زیاتوالي په تړاو رسنیزه غونډه د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو عمومي رئیس الحاج عبدالحمید اخندزاده، د دولتي شرکتونو لوي ریاست د سوداګریزو چارو رئیس نوید احمد عازم، د مرکزي سیلو رئیس مولوي نصرالله منصور، د ارزاقو دولتي شرکت رئیس مولوي عبدالرازق رفیع او د اړوندو ادارو د یو شمیر مسؤلینو او رسنیو په کډون سره په مرکزي سیلو کي ترسره سوه.
د مرکزي سیلو رئیس مولوي نصرالله منصور ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چي په تیرو شلو کي مرکزي سیلو فلج وه، چی د اسلامي امارت په راتګ سره عایداتي سرچینو ته د ځانګړي پاملرني په نتیجه کي دغه سیلو فعاله سوه، چي اوسمهال په درې عمده برخو؛ د ډوډۍ ( کیک، روټ، کلچو) اوړو د تولید او غنمو د ذخیره کولو برخو کي فعالیت کوي، چي داسلامي امارت له حاکمیت وروسته یې په ۱۴۰۱ مالي کال کي (۶۱) میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي، چي د کال تر پایه به د (۲۰) میلیونه افغانیو ګټي په ترلاسه کولو سره د عوایدو کچه (۲۰۰) میلیونه افغانیو ته لوړوي. نوموړي همدا راز وویل، چي د کابل او پول تخنیک پوهتنونونو په ګډون د کورنیو چارو وزارت له محترم مقام سره یې د ډوډۍ رسولو شپږ میاشتني قراردادونه لاسلیک کړي او له نورو دولتي ادارو څخه هم غوښتنه کوي، تر څو له سیلو سره ورته قراردادونه لاسلیک کړي.
د دولتي شرکتونو عمومي رئیس الحاج عبدالحمید اخندزاده د مرکزي سیلو فعالیتونه وستایل او وې ویل، چي د مرکزي سیلو مسؤلینو خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره کړي او په نتیجه کي یې ښې لاسته راوړني لرلي. ښاغلي اخندزاده له ټولو دولتي شرکتونو غوښتنه وکړه، تر څو خپل مسؤلیتونه په احسنه توګه ترسره کړي او په اړوندو برخو کي ولس ته ګټور خدمتونه وړاندي کړي.
