د مرکز او ولایتونو د دولتي پوهنتونونو مسؤلینو ته په تدارکاتي او مالي برخو کي روزنیز سیمینار وړاندي سو!

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۴:۳۵
..................

 

د مالیې وزارت د خزاینو لوي ریاست اړوند د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده او ددې ریاست تخنیکي ټیم، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ټولو امارتي پوهنتونو مسؤلینو ته د مالي چارو په تړاو جوړ سوي روزنیز سیمینار کي ګډون وکړ او د مهمو مالي مسائلو په اړه ئې معلومات ورکړل.
په دغه سیمنار کي د پوهنتونونو، رئیسانو، مرستیالانو او د مالي برخي مسؤلینو ته د ملي بودیجې د اصولنامې، په (۱۴۰۲) مالي کال کي د ملي بودیجې د اجرا‌ء، د ملي بودیجې د لګښتونو او سپما او اړوند نورو مالي او تدارکاتي برخو کي اړین معلومات وړاندي سول.
ددې سیمینار په پای کي د یو شمېر ګډونوالو پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه هم ورکول سول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۳:۵۵
Background image

‏ د عوایدو لوی ریاست له لوري د هیواد په ۳۴ ولایتونو کي د عامه پوهاوي بنرونه نصب سول!

په یو معتدل نظام کي د ټولو مهمو چارو په تړاو ولس ته حساب او وضاحت ورکول یو منل سوی اصل ګڼل کېږي، چي د همدې اصل پر بنسټ مالیې وزارت هم ولس ته د خپلو چارو د پوهاوي او حساب ورکولو په برخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۱۵:۴۰
Background image

د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار، نیمروز او فراه ولایتونو د ګمرکونو له رئیسانو سره وکتل!

 

 د کوچني اختر د رختصیو له پای ته رسېدو سره هم مهاله، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید د یوه پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کي د کندهار، نیمروز او فراه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۳:۲۰
Background image

د ماليې وزارت د گمرکونو او عوایدو معین د سمنگان او جوزجان ولایتونو له مستوفیتونو څخه لیدنه وکړه!



د گمرکونو او عوایدو معینیت معین ښاغلي ملا عبدالقاهر (حاجي ادریس) سمنگان او جوزجان ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کي د دغو ولایتونو له مستوفیتونو څخه لیدنه وکړه .
په دغو لیدنو کي، چي. . .

BACK TO NEWS