د مسافر وړونکو وسایطو له لارې د سوداګریزو توکو له لېږد څخه د مخنیوي په اړه د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا

عمومو سوداګریزو او ټرانسپورټي شرکتونو ته خبر ورکول کېږي، چې د هېواد نافذه قوانینو او مقررو سره سم حقیقي او حقوقي وګړي حق نه لري، چې خپل سوداګریز توکي په مسافر وړونکو موټرو یا وسایطو کې ولېږدوي. «د لارو د تنظیم قانون د لسمې مادې سره سم، ټرانسپورټي شرکتونه مکلف دي، چې مسافرین، مسافر وړونکو ته په ځانګړي شويو او سوداګریز توکې، اموالو ته په ځانګړي شويو موټرونو یا نقلیه وسایطو کې حمل و نقل کړي.» په همدې اساس مسؤل بنسټونه حق لري، چې د هېواد د نافذه قوانینو لا ښه پلي کولو او د دولت د عوایدو د تېښتې مخنیوي په موخه د شرکتونو او حقیقي وګړو له لوري د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره له مسافر وړونکو موټرو ډډه وکړي. له همدې کبله له ټولو سوداګریزو او ټرانسپورټي شرکتونو څخه غوښتنه کېږي، چې له سرغړونې او د قانون خلاف کړنو څخه په کلکه ډډه وکړي. د نه پاملرنې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.