د مستوفیتونو د سیسټم ۳۵تنه او د ګمرکونو د ټرانزیټ ۳۰ تنه کارکوونکو ته یو میاشتنی روزنیز پروګرام پیل سو!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۴:۵۷
.............

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم د مستوفیتونو د سیسټم (۳۵) تنه کارکوونکو او د ولایتي ګمرکونو د ټرانزیټ (۳۰) تنه کارکوونکو ته د «مسلکي کولو» تر سرلیک لاندي یو میاشتنی روزنیز پروګرام د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي پیل سو.
په دې تړاو غونډه کي د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد د ګمرکونو لوی ریاست د سیسټمونو رئیس محمد سالم اریا خېل، د مالیې وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست د وړتیا لوړولو آمر مولوي همایون د عوایدو او ګمرکونو د ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي  ګډون کړی وو.
په پرانیستي وینا کي ښاغلي همایون وویل، چي ورته روزنیز پروګرامونه د کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو له پاره ګټور دي او ټول مسئولین دي په خپلو چارو کي اصلاحي نیت ولري او د مالیاتي چارو په برخه کي د هر ډول بې عدالتۍ او فساد مخنیوی دي وکړي.
ورپسې ښاغلي سیف الخالد وویل، چي د الله ج رضا او د دغه هیواد شهیدانو، کونډو او یتیمانو د ارمانونو پوره کولو لپاره او دا چي مونږ ته یوه عظیمه آزموینه متوجه ده، باید په صداقت سره خپلي دندي ترسره کړو.
همداراز ښاغلي اریا خېل د سیسټمونو په ارزښت او اهمیت خبري وکړې او د نظام د پیاوړتیا لپاره ئې د عصري ټکنالوژۍ د استفاده کولو یادونه وکړه، چي د عوایدو د راټولو په برخه که خورا اغېزمن تمامېږي.
د یادولو ده، چي په دې پروګرام کي به د سیګټاس، اي فایلینګ ټایس سیسټمونو او د کاري پروسیجرونو تشرېح او همدارنګه د ولایتي ګمرکونو د ټرانزیټ کارکوونکو ته د ګمرکي قوانینو د اصلاحاتو، د کورني او بهرني ټرانزیټ د کړنلارو، د نړیوال ټرانسپورټ  (TIR) د کړنلارو، د (WCO او WTO) سازمانونو د پېژندني، د کانټینرونو د کنټرول او توضېح، د نړیوال خونديتوب پروګرام (PGS) او اسیکوډا سیسټم په برخو کي روزنه ورکړل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS