د مستوفیتونو د عوایدو آمرینو لپاره انلاین روزنیز پروګرام پیل سو

admin_mof
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۵:۱۲
خبر

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست او د عوایدو عمومي ریاست په همکارۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د ولایتونو مستوفیانو ته انلاین روزنیز پروګرام پیل کړ.
په دې پروګرام کي، چي د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي پیل سو، د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس مولوي شیر محمد مشفق، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر او د مالیې وزارت یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.
مولوي احمدشاه شاکر د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کي وویل، چي دغه پروګرام شاوخوا څلور میاشتي وړاندي پیل سوی، اصلي موخه ئې د کارکوونکو د ظرفیت لوړول دي، چي د مالیې وزارت د رهبرۍ د هدایت پر اساس تنظیم سوی دئ. نوموړي وويل، د مستوفيت آمرین چي ټوليز مسووليت پر غاړه لري، خپل ظرفيت او مسلکي پوهه دي لا زياته کړي او هڅه دي وکړي، چي د غوره خدمتونو په وړاندي کولو سره د دولت او خلکو ترمنځ واټن له منځه یوسي.
د عوايدو لوی رئيس الحاج مولوي شېر محمد مشفق کارکوونکو ته په ورسپارل سوو دندو کي د برياليتوب غوښتونکی سو او زیاته ئې کړه، چي د انسان ژوند او ارزښت په علم او پوهه کي دئ او د علم او پوهي ارزښت په عمل او د عمل په اخلاص کي دئ؛ نو د دغو پروګرامونو د غوره پایلو لپاره، د مسلکي پوهي د ترلاسه کولو ترڅنګ هڅه وکړئ، چي په اخلاص او صداقت ئې عملي هم کړئ.
د يادوني وړ ده، چي دغه پروګرام د (١٤٠٢)کال د غويي میاشتي په ١٦مه پيل او د همدې میاشتي تر (٢٦)مي نېټې به دوام وکړي، چي پر عايداتو د مالياتو قانون او اړوند طرزالعمل، د مالیاتي چارو د ادارې قانون او طرزالعمل، سيکټاس سيسټم او نور اړوند مسایل به ګډونوالو ته پکي تدریس کړای سي

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۲:۱۷
Background image

د مالیې او کورنیو چارو وزارتونو د کورنۍ پلټني لویو رئیسانو د خپلمنځي همغږۍ په موخه سره کتلي

د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د کورنیو چارو وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست په غوښتنه د ښې همغږۍ، تجروبو شریکولو او د دوامداره مسلکي او کاري همکاریو د رامنځته کولو په موخه د مالیې او کورنیو چارو. . .

BACK TO NEWS