د مستوفیتونو نويو ګومارل سوو کارکوونکو ته انلاین مدیریتي روزنیز پروګرام ترسره سو

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۲:۲۲
خبر

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د یوې ناستي په ترڅ کي، د ولایتي مستوفیتونو د نویو ګومارل سوو کارکوونکو لپاره د دغه وزارت اداري معینیت د غونډو په تالار کي انلاین مدیریتي روزنیز پروګرام ترسره کړ.
په دې ناسته کي د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د تدارکاتو رئیس مولوي عتیق الله کریمي او د مالیې وزارت یو شمېر مسئولینو ګډون کړی وو.
د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کې وویل، دغه مدیریتي روزنیز پروګرام ستاسي لپاره چمتو سوی دئ؛ تر څو د مدیریت له اصولو او اساساتو سره آشنا سئ او خپلو ګرانو هیوادوالو ته د غوره خدمت جوګه وګرځئ. هغه زیاته کړه، چي له شته امکاناتو څخه په استفادې په خپل ځان او اداره کي مثبت بدلونونه رامنځته کړئ.
د تدارکاتو رئیس مولوي عتیق الله کریمي د بشري سرچینو له ریاست څخه د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت د لوړولو په موخه د دغه ډول پروګرامونو د ترسره کولو په پار مننه وکړه او زیاته ئې کړه، چي دغه اسلامي نظام د دې ملت د ډېرو قربانیو په پایله کي واک ته رسېدلی دئ، خلک باید ناهیلي نه کړئ او له هغوی سره په غوره اخلاقو او ورین تندي چلند وکړئ. اداري اصول زده کړئ او له ژبني، قومي او مذهبي تعصب څخه ډډه وکړئ.
ناسته په دعايې سره پاي ته ورسېده او درسونه رسماً پیل سول.
د یادوني وړ ده، چي دغه پروګرام به ( ۵) ورځي دوام وکړي او د مدیریت د اصولو، د ادارې د پراختیا آمریت د اجراآتو پروسیجرونو، له کارکوونکو سره د اړیکو آمریت د کاري پروسیجرونو، د روزني او ظرفیت لوړوني آمریت د پروسو د اجراآتو او سوانحو د ارزوني او نورو مهمو مسائلو په اړه به ګډونوالو ته تدریس پکښي ترسره سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS