د مسلکي محاسبینو ادارې د مسلکي بورسونو د ورکړي لړۍ پیل کړه!
د مالیې وزارت په مالي معینیت پوري اړوند د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادار (CPA)، چي د مسلکي محاسبینو د روزنې، جواز ورکولو او د محاسبوي معیارونو د عملي کولو چاري ترسره کوي، د مسلکي بورسونو د ورکړي بهیر ئې پیل کړ.
په همدې تړاو په جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزارت مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد، د دغه وزارت یو شمېر رئیسانو، د یو شمېر وزارتونو او امارتي ادارو استازو او د مسلکي ښوونیزو بنسټونو یو شمېر محصلانو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت مالي معین د مسلکي محاسبینو روزنه او شتون اړتیا وبلله او په دې برخه کي ئې د مسلکي محاسبینو اداري فعالیتونه خورا ارزښتناک تعریف کړل.
مالي معین زیاته کړه، چي په نړۍ کي د مسلکي محاسبې برخي ته ځانګړي پاملرنه کېږي، خو له بده مرغه په افغانستان کي دغه برخي ته کار نه دئ سوی او په امارتي او خصوصي ادارو کي ئې تشه موجوده ده. ده زیاته کړه، چي د مالیې وزارت دغه اړتیا درک کړې ده او د اسلامي امارت له بیا حاکمیت راورسته ئې د کړنلارو په جوړولو او د مسلکي محاسبینو ګډ بورډ په رامنځته کولو سره د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې د فعالیتونو پیل ته زمینه برابره کړه، چي اوسمهال یادي ادارې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.
د خزاینو لوی رئیس وویل، چي د مسلکي محاسبینو ادارې د چارو د پیل په موخه ئې په لومړي قدم کي یو ګډ مسلکي بورډ رامنځته کړی. دغه بورډ د خپلو ناستو په لړ کي د ادارې لپاره مسلکي کسان و ګومارل، همداراز پر نړیوالو معیارونو برابر لارښود ئې جوړ کړ، د غړیتوب او جواز ورکولو پالیسي او د سکالرشیپونو د ورکړي کړنلاره ئې ترتیب او منظور کړه، چي ورسره د یادي ادارې د چارو پرمختګ ته ښه زمینه برابره سوه.
ښاغلي نصرت الله محمود یادونه وکړه، چي په نیږدې راتلوونکي کي به د مسلکي محاسبینو اداره د افغانستان په تاریخ کي د لومړي ځل لپاره د مسلکي محاسبې په برخو کي د جواز ورکولو لړۍ هم پیل کړي.
د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې سرپرست وویل، چي د مسلکي محاسبینو د ښې روزني او د دغي برخي د لا پیاوړتیا په موخه مسلکي بورسونه (ACCA) وړاندي کوي، چي ټول لګښت ئې د مالیې وزارت له لوري د یادي ادارې له ترتیب سوي کړنلاري سره سم ورکول کېږي.
د بورسونو د پیل سوي پروسې په اړه د لا پوهاوي لپاره لاندي برېښنالیک ته مراجعه وکړئ:
cpa.scholarship@mof.gov.af
