د معاشونو د نورم او اجراء په تړاو د ماليې وزارت خبرتیا!

د تېرو څو ورځو راهيسي په رسنيو او ټولنیزو پاڼو کي، چي د امارتي ادارو د معاشونو د نورم د تغيير په تړاو کوم لیستونه او اوازې خپرېږي، په مطلق ډول ناسمي دي.
د ماليې وزارت سره له دې، چي دا لیستونه او اوازې ردوي هيوادوالو ته ډاډ ورکوي، چي د امارتي ادارو معاشات به په دې اوونۍ کي د پخوا په څېر اجراء سي. ان شاء الله