د معاشونو د ورکړې په تړاو د مالیې وزارت خبرتیا
ګرانو هېوادوالو!
تاسو ته معلومه ده چې د ټولو دولتي کار کوونکو معاشونه به له دې وروسته د برېښنايي سیستم له لارې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د زمري میاشتې د معاشونو د نه ورکړې په تړاو ګنګوسې خپرېږي چې ګواکې نه ورکول کېږي، د مالیې وزارت دغه ادعا په کلکه ردوي او د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړه به په عادي ډول مخته ځي. هېره دې نه وي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون، د هستوي انرژۍ اداره او د مشرانو جرګې د مرکزي کارکونکو د زمري میاشتې معاشونه به د نوي سیستم له لارې اجرا او د نورو ادارو معاشونه به د پخوا په څېر اجرا کېږي ځکه چې د ادارو له خوا تر اوسه پورې د معاشونو د نوي سیستم ټریننګ نه دی بشپړ شوی خو په راتلونکي میاشت کې دي ټولې ادارې یاد سیستم ته چمتو وي او همدارنګه د ولایتونو معاشونه به هم د پخوا په څېر د ماليې وزارت د مستوفیتونو له خوا ورکول کېږي.