د ملي بودیجې د پلان او پالیسۍ آمر

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۱:۵
..........

Publish Date

Closing Date

د بست ټولیز معلومات

د بست ګڼه:

 

د بست نوم:

د ملي بودیجې د پلان او پالیسۍ آمر

بست:

۳

وزارت یا اداره:

مالئې وزارت

اړونده برخه:

د ملي بودیجې د پلان او ریفورم ریاست / د بودیجې لوی ریاست

د بست ځای:

کابل

د بست شمېر

1

راپور ورکوونکی:

د ملي بودیجې د پلان او ریفورم رئیس ته

راپور اخیستونکی:

تر اثر لاندي کارکوونکو څخه ( له تشکیلاتي جوړښټ سره سم)

کوډ:

 

د بیاکتني نېټه:

 

 

د دندې موخه: د بودیجې د طرحي او تدوین د اصلاحی پروګرامونو لپاره د اغېزمن پلان او پالیسۍ پلي کول.

 

وظیفوي صلاحیت او مسئولیتونه:

د بست تخصصي دندې:

1. د ذیصلاح چارواکو له هدایت سره سم د ملي بودیجې د سند ترتیبول د وړاندي کولو او تصویب په موخه؛

2. د کلنۍ ملي بودیجې د ترتیبولو، تطبیق او د مهالویش د منظورۍ ترلاسه کول؛

3. د ملي بودیجې د ترتیبولو  په وخت کي د نړیوالو معیارونو په پام کي نیول، لکه د دولتي دندو له طبقه بندۍ او د حکومت مالي احصائې، د بودیجې جوړوني معیارونو، مالي حساب ورکونې او عامه لګښتونو سره سم د ملي بودیجې ترتیبول؛

4. د مالئې وزارت د مالي پالیسۍ او لوی اقتصاد ریاست او د پالیسۍ معینیت د عامه پانګوني او زېربناوو ریاست سره په همغږۍ، د ملي بودیجې په سند کي د دولت لومړیتوبونو ته د انعکاس ورکولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو موخه، د راتلونکي مالي کال د بودیجې د تیبولو لارښود چمتو کول او ترتیب؛

5. د منځني کال د بیاکتنې د بودیجې سند ترتیبول او با صلاحیته چارواکو ته ئې وړاندې کول؛

6. د بودیجې کمېټې جوړول او همغږي، د بودیجې په کمېټه کي د بحث لپاره د اجنډا ترتیب او د دې غونډي د مسودې ترتیبول؛

7. د مالي کال په اوږدو کي د بودیجې د ضمیمو تنظیم او ترتیب؛

8. د مالي کال د بودیجې د ترتیب په موخه د څو کلونو د وړاندوینو (Forward Estimates)  ترتیبول او نویو فعالیتونو د تمویل په موخه د نویو مالي محدودو رامنځته کول؛

9. تر ریفورم لاندي ادارو کي جنډر ته د ځواب ورکوونکي بودیجې جوړوني د ریفورم پلي کول؛

10. د عامه پوهاوي لپاره د ښاریانو د بودیجې ترتیبول، د کال د پیل بودیجې د راپورونو وړاندي کول، د کال د منځني برخي بررسي او د مالي د جریان ضمایم؛

مدیریتي دندي:

11 . د ادارې ټاکل سویو اهدافو ته د رسېدو په موخه د ادارې له عمومي پلان سره سم د اړوند ریاست د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان چمتو او ترتیبول؛

12. تر اثر لاندي کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو او د کار د جریان زده کړو په جوړولو سره د مسلکي مهارتونو لېږدول؛

13. مدیریت، د اجراآتو ارزونه، د زده‌کړیزو اړتیاوو ټاکل او د کارکوونکو او تر اثر لاندي برخو د ظرفیت لوړول؛

14. د ادارې مشرتابه ته د خبراوي په موخه د اړوند آمریت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه میاشتنی، ربعوار، کلني او د اړتیا په صورت کي د راپور وړاندي کول؛

15. د نورو دندو پلي کول، چي د اړوندي ادارې د قوانینو، مقرراتو او اهدافو سره سم د باصلاحیته چارواکو لخوا سپارل کېږي؛

 

 

 

د همغږۍ دندي:

16. د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست، د مدني ټولني له بنسټونو سره همغږي کول او د ملي بودیجې د لوی ریاست په ویب پاڼه کي د ملي بودیجې خپرول.

17. د پرانیستي بودیجې جوړوني د سروې، مالي حساب ورکوني او عامه لګښتونو، چي د بنسټونو لخوا جوړېږي، همغږي کول او د معلوماتو وړاندي کول.

18. په بودیجوي ریفورمونو لکه د برنامې پر اساس بودیجه جوړونه، ولایتي بودیجه جوړونه، د فقر کمولو او حفظ و مراقبت بودیجې جوړونې په برخه کي همغږي.

د ګمارني شرایط:

د دندو دغه لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د (۷، ۸ او ۳۴) مادې سره سم د لاندې شرایطو او معیارونو په پام کي نیولو سره چمتو سوې ده:

تحصیلي رشته: له کورنیو یا نړیوالو مؤسسو څخه د (عامه پالیسي، اقتصاد، مالي مدیریت، اداره او تجارت، عامه اداره، عامه پالیسۍ او حسابدارۍ) په برخه کي د لیسانس سند درلودل، په پورتنیو څانګو کي تر لیسانس پورته درجو ته لومړیتوب هم ورکول کېږي.

کاري تجربه: په هیواد کي دننه او بهر له ملي او نړیوالو بنسټونو څخه د دندي اړوند لږ تر لږه دوه کلنه کاري تجربه ولري.

اړین مهارتونه:

الف: د هیواد په یوه رسمي ژبه (پښتو یا دري) برلاسي درلودل او په انګلیسي ژبه (تحریر او تکلم) کول.

ب. د دندې اړوند پروګرامونو کي د کمپیوټري مهارتونو درلودل اړین دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

Related VacanciesShow all

Back to vacancies