د مکروریانو د ساتني او مراقبت مدیریتي او معلوماتي سیسټم (MRMC-MIS) پرانیستل سو!

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۶:۴۸
عکس

 

د مالیې وزارت اړوند د مکروریانو د ساتني او مراقبت دولتي شرکت مدیریتي او معلوماتي سیسټم (MRMC-MIS) د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د یاد شرکت د کنفرانسونو په تالار کي پرانیستل سو.
په دې مراسمو کي د دولتي شرکتونو لوی رئیس مولوي عبدالحمید اخوندزاده، د مکروریانونو د ساتني او مراقبت دولتي شرکت لوی رئیس مولوي عبدالله مسلم، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د سیستمونو د انسجام او کیفیت د تضمین رئیس پوهنیار عبدالرحمن صافي او د یاد شرکت یو شمېر مسئولینو ګډون کړی وو.
لومړی د مکروریانونو د ساتني او مراقبت دولتي شرکت لوی رئیس مولوي عبدالله مسلم په خپلو خبرو کي د غوره کار او خدمت وړاندي کولو لپاره د مسؤلینو له راغونډېدو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، د الله تعالی د نعمتونو شکر او قدرداني باید ادا کړو. د کار دغه فرصت او خلکو ته خدمت کول هم یو نعمت دئ او موږ ئې باید شکر وباسو.
ورپسې د دولتي شرکتونو لوی رئیس مولوي عبدالحمید اخوندزاده، له خدای (ج) څخه خلکو د خدمت کولو د توفیق غوښتنه وکړه او وئې ویل، مسؤلین باید پوهاوي او بصیرت ته ورسېږي او له هغه سره سم عمل وکړي، هغه زیاته کړه، ډېر فرصتونه له لاسه وتلي او له دې وروسته نور غفلت باید ونه کړو او د خپل مسؤلیت په توګه باید په بصیرت او پوهاوي سره د خلکو خدمت وکړو.
ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د سیسټمونو د انسجام او د کیفیت د تضمین رئیس پوهنیار عبدالرحمن صافي د یاد سیسټم په اړه معلومات ورکړل او وئې ویل، دغه سیسټم له معیاري او نړیوالو سټنډرډونو سره سم جوړ سوی، چي کارونه لا اغېزمن او ګټور کوي، نوموړي د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو له لاري د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني او له سیسټم څخه د اغېزمني استفادې په برخه کي د دغه وزارت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
په وروستیو کي یو شمېر مسؤلینو ته د دوی د خدمتونو له امله ستاینلیکونه هم ورکړل سول.
دغه مدیریتي او معلوماتي سیسټم (MRMC-MIS) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د مکروریانونو د ساتني او مراقبت دولتي شرکت تر منځ د اسانتیاوو رامنځته کولو، په اداري چارو کي د اغېزمنتوب او ګټورتوب او د برېښنايي حکومتولۍ د پلي کولو په موخه د یوې هوکړي په ترڅ کي په کار واچول سو، چي په پلي کولو سره به ئې د وخت له ضایع کېدو، د اداري فساد او درغلیو څخه مخنیوی او په کارونو کي به سرعت، دقت، شفافیت او امنیت لا زیات سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته وسوه

د وري۳۰مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته د اقتصادي وزارتونو او ادارو د با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۳۸
Background image

د یو شمېر مستوفيانو د اداري کړنو کلنۍ ارزونه وسوه

د وري ۲۷مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ د (۲۰) تنو مستوفيانو د اداري فعالیتونو د (۱۴۰۴) هـ.ل کال د کلنۍ ارزوني ناسته د عوایدو او ګمرکونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۸
Background image

د عوایدو لوی رئیس له مرکزي مالیاتي ادارو څخه لیدنه وکړه

د وري ۲۶مه ۱۴۰۵ هـ.ل 

د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، مالیه ورکوونکو ته د خدمتونو وړاندي کولو ریاست، د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست او د مالیه ورکوونکو د تشخیصیه نمبر له. . .

BACK TO NEWS