د ننګرهار صنعتکارانو او سوداګرو ته د مالیاتو روزنیز پروګرام جوړ سو

syllab_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۵۲
..........

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د ننګرهار ولایت صنعتکارانو او سوداګرو ته د مالیاتو په اړه روزنیز پروګرام د یاد ولایت  مستوفیت د غونډو په تالار کي جوړ سو.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د ننګرهار ولایت مرستیال والي، د دغه ولایت مستوفي، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس او سلګونو سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی وو.
غونډي ته د ننګرهار مستوفي مولوي نور الحسن محسن پر وخت د مالیاتو د ورکړي پر ارزښت خبري وکړې. نوموړي وویل، چي “پر وخت د مالیې ورکړه د نظام د بقا له پاره ضروري ده.”
د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی په خپلو خبرو کي د اسلامي نظام پر ملاتړ ټینګار وکړ، نوموړي وویل، چي “ هر نظام د ولس له پاره د غوره خدمت له پاره ملاتړ ته اړتیا لري او په دې برخه کي ستاسو مسؤلیت پر وخت د مالیاتو ورکړه ده، چي په پایله کي به ئې اسلامي نظام ولس ته غوره عامه خدمتونه وړاندي کړي. “
د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس نداء محمد صدیقي د یاد سیمینار پر اهمیت، د مالیې وزارت پر کلیدي دندو او مسؤلیتونو او ملي بوديجې خبري وکړې. نوموړي وویل، چي “ملي بودیجه یوازي له داخلي عوایدو څخه تشکيلېږي. همدا ستاسو مالیات دي، چي په مټ ئې ولس ته عامه خدمات وړاندي کېږي.” 
په پای کي د عوایدو لوی ریاست له لوري په افغانستان کي د مالیاتو د ډولونو، د مالیه ورکوونکو مکلفیتونو، مالیاتي پروسيجرونو او په مالیاتو کي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د رامنځته سويو معافیتونو او تخفیفونو په اړه بشپړ معلومات وړاندي او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل سول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونه پیل سول

د غويي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د «ظرفیت لوړوني او مسلکي کولو» تر عنوان لاندي دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د امارتي املاکو لوی رئیس کندهار ولایت ته سفر وکړ

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دغه ولایت له مستوفي او د املاکو له مسئولینو سره ولیدل.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۱
Background image

د فراه ګمرک کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د فراه ګمرک د بېلابېلو برخو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو.
په دغه پروګرام کي ګډونوالو ته د. . .

BACK TO NEWS