د ننګرهار ګمرک اړوند د کابل کمپ په ګمرک کي د (۵۱،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت ودانیزي پروژې پیل سوې!

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۴:۳۳
............

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر ادریس، چي د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا رئیس محمد موسی عمر ئې ملتیا کوله ننګرهار ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته ئې د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند او د ننګرهار ګمرک رئیس محمد خالد منظور احمد په شتون کي د ننګرهار ګمرک اړوند د کابل کمپ په ګمرک کي د (۵۱،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د ودانیزو پروژو د پیلېدو پرانېسته وکړه.
 په یادو ودانیزو پروژو کي د کابل کمپ ګمرک (۶۷۰۰) متره چاپېر دېوال او (۷) بابه ټاورونه شامل دي، چي چاري به ئې تر راتلونکو لسو میاشتو پوري بشپړي سي.
د ګمرکونو او عوایدو معین د یادو پروژو د پیلېدو په پرانيستغونډه کي وویل، چي په پام کي ده د هیواد په نورو ګمرکونو کي هم ورته پراختیایي پروژې پلي سي او په هیواد کي د سوداګرۍ د لا ودې او سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په برخه کي به ښې پایلي ولري.
د ګمرکونو لوی رئیس له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چي د پروژې په پلي کېدو کي دي په جدي توګه د قرارداد مواد او شرایط په نظر کي ونیسي او چاري دي په معیاري توګه په ټاکلې موده کي بشپړي کړي.
د یادوني وړ ده، چي د یادو ودانیزو پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS