د ننګرهار ګمرک کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو د تشرېح او پوهاوي سیمینار پیل شو
د غبرګولي۲۳مه ۱۴۰۵هـ.ل
د ننګرهار ګمرک ریاست له لوري د دې ریاست او تورخم ګمرک آمریت (۲۰۰) کارکوونکو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمانونو د ښه تطبیق په موخه د فرمانونو د تشرېح او پوهاوي (۱۵) ورځنی سیمینار جوړ شو.
د دغه سیمینار په پیل کې د ننګرهار ګمرک رئیس الحاج مولوي حافظ شاه حسین (حسیني) د سیمینار پر موخه او ارزښت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ټول مسئولین باید د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له فرمانونو څخه په ښه ډول پوهه حاصله کړي او د یادو فرمانونو د اطاعت سربېره یې په پوره ډول تطبیق کړي. ښاغلي حسیني له کارکوونکو وغوښتل، چي په پوره اخلاص، زغم او صبر سره په دې سیمینار کې ګډون وکړي او له وړاندې شویو موضوعاتو څخه په کاري برخو کې په احسنه توګه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د ننګرهار ګمرک ریاست په نوښت د ګمرکونو اړوندو موضوعاتو په اړه ورته روزنیز سیمینارونه په لاره اچول شوي ول، چې ښې پایلې یې لرلي دي.
