د نيمروز ګمرک کارکوونکو ته يو مياشتنی روزنيز پروګرام پيل سو!

د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ له لوري دا ځل د ساحوي زده کړه یيزو پروګرامونو په لړ کښي د نيمروز ګمرک کارکوونکو ته د دغه ګمرک په رياست کښي يو مياشتنی روزنيز پروګرام پيل سو.
د یاد پروګرام د پيل په ناسته کي د نيمروز ګمرک رئيس ښاغلی ملا عبدالحکيم شمس الحق، د ګمرک عملياتي او تخنيکي آمرينو، د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ ښوونکو او د ګمرک نورو کارکوونکو هم ګډون کړی وو.
نوموړی پروګرام، چي يوه مياشت به دوام وکړي، د اکاډمۍ د استادانو له لوري د ګمرکونو قانون او اړوندو کړنلارو، ټرانزيټ، تعرفې، بيه ټاکني، ګمرکي تخلفاتو، د مالونو تر ترخيص وروسته پلټنه، ګودامداري، اسيکوډا سيسټم او نورو اړوندو مختلفو برخو کښي به په نظري او عملي بڼه روزنه ورکړل سي.
د يادوني وړ ده، چي ورته روزنيز پروګرام د هرات ولايت تورغونډۍ، اسلام کلا او مرکزي محصولي ګمرک د کارکوونکو له پاره هم د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ له لوري جريان لري.
.