د نیمروز او تورخم په ګمرکونو کي د قاچاقي توکو د را لېږد مخه نیول سوې!
د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارني او د تورخم ګمرک د دروازو لوی مدیریت کارکوونکو په تېرو دریو ورځو کي د یوه اندازه بېلابېلو توکو د قاچاق مخه نیولې.
په نیول سوو توکو کي (۳۱۳۶) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۱۴۰۰) کیلو ګرامه انساني طبي درمل او (۶۰۰۰) کیلو ګرامه شیریني باب شامل دي، چي په پټه هیواد ته راوړل کېدل.
همداشان د تورخم په ګمرک کي (۲۴) کیلو ګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبري هم نیول سوي، چي قاچاق کوونکو غوښتل ګاونډي هیواد ته ئې ولیږدوي.
نیول سوي توکي د نورو اجراآتو لپاره د نیمروز او ننګرهار ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
