د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارني کارکوونکو په زیاته کچه قاچاقي توکي نیولي

د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارني کارکوونکو د دغه ولایت د ډک په سيمه کي له څلورو (سایپا ډوله) موټرو څخه (۱۶٨٨) کیلو ګرامه ایراني خوراکي لواشک، (۱۹۲۰) کیلو ګرامه ایراني رُب او (۳۲۶۴) کیلو ګرامه پلاستیکي بوجۍ کشف او د قاچاق مخه ئې نیولې ده.
نیول سوي توکي د نورو اجرایي کړنو په موخه د نیمروز ګمرک ته سپارل سوي دي.
