د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو د ګمرکونو چاري و ارزول سوې!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۶:۴
.............

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال نقیب الله عابد په مشرۍ یوه تخنیکي پلاوي هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ او د یادو ولایتونو د ګمرکونو چاري ئې له نږدې و ارزولې.
دغه تخنیکي پلاوي د ذکر سوو ولایتونو د ګمرکونو د ورځنیو چارو په مخ کي پرتې ستونزي په ګوته کړې او د حل لپاره ئې اړوندو مسؤلینو ته لازم هدایات وکړل.
د پلاوي د سفر موخه پر خپل وخت سره د ګمرکونو د کارکوونکو او سوداګرو ستونزو ته رسېدنه او په سمه توګه د ګمرکي اصولو پلي کول دي.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي ټیمونو له دې وړاندي هم د ولایتي ګمرکونو د چارو د ارزوني په موخه سفرونه کړي دي او د سفرونو دا لړۍ به په راتلونکي کي هم دوام ولري.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS