د هرات سېلو خپل فعالیت بیا پیل کړ
د هرات سیلو له پنځلس کلن ځنډ وروسته خپل فعالیت بیا پیل کړ. د پرانیستي په دې مراسمو کي د مرکزي سیلو عمومي رئیس نصرالله منصور او د هرات سیلو او د یو شمېر دولتي ادارو مسوولینو ګډون کړی وو.
د مرکزي سیلو مسئولین وايي، چي د هرات سیلو له مرکزي سیلو او د بلخ له سیلو وروسته درېیمه سیلو ده، چي له پنځلس کلن ځنډ وروسته ئې بیا فعالیت پیل کړ. د دې سېلو د فعاليت په پيلېدو سره به د هيواد ملي عوايد زيات او په پام کي ده چي ۵۰۰۰ کارګران به هم پکښي وګمارل سي. اټکل داسي دی، چي د هرات سېلو به د ټولو نظامي او ځینو ملکي ادارو د اړتیا وړ ډوډۍ چمتو کړي.
د هرات سېلو د سردار محمد داوود خان په وخت کي خپل کارونه پیل کړي وو، خو په ورستیو پنځلسو کلونو کي د پخواني حکومت چارواکو د نه پاملرني له امله ئې فعالیت په ټپه ولاړ وو. ټاکل سوې چي ياده سېلو به د هيواد په لوېديځه حوزه کي د غنمو د زېرمه کولو، ډوډۍ پخولو او د غنمو د اوړو کولو په برخو کي فعاليت کوي.
د یادونې وړ ده، چې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست مسؤلین په پام کې لري، چي په راتلونکو ورځو کي د هيواد نوري سېلوګانې هم فعالي کړي.
