د هرات محصولي ګمرک د جومات او د دخولي او خروجي دروازو د بیارغوني چاري بشپړي سوې!

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۴۵
..........

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د شاوخوا (۷۰۰) زره افغانیو په ارزښت د هرات محصولي ګمرک د جومات او د دخولي او خروجي دروازو د بیارغوني چاري بشپړي او ګټي اخیستني ته وسپارلې.
د یادي پروژې چاري په څلورو میاشتو کي بشپړي سوي، چي لګښت ئې د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکړل سوی او په پلي کېدو سره ئې د ګمرک کارکوونکو او مراجعینو ته ګڼي اسانتیاوي برابري سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست اوسمهال د هیواد په بېلابېلو ګمرکونو کي ګڼي پراختیایي پروژې پیل کړي، چي د ځینو پروژو چاري پای ته رسېدلي او د ځینو پروژو چاري لا رواني دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د غزني له مستوفیت څخه لیدنه وکړه!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، د غزني مستوفیت د چارو د ارزوني په موخه له یاد مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کي د عوایدو لوی رئیس د. . .

BACK TO NEWS