د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۲.۴) میلیونه افغانیو په ارزښت رغنيزي چاري پیل سوې

د ګمرکونو لوی ریاست د خپلو فعالیتونو په لړ کي دا ځل د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۲.۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د رغنیزو چارو پروژې پیل کړې، په دغو پروژو کي څلور بابه هنګرونه، د اوبو ذخیرې او د اداري تعمیر د بیا رغوني چاري شاملي دي.
د یادو پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چي چاري به ئې د نږدې پنځو میاشتو په موده کي بشپړي سي